دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 274215
وچکالۍ د افغانستان د ۵۰٪ وګړو ژوند اغېزمن کړی دی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وچکالۍ د افغانستان د پنځوس سلنه وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا په خپله ویبپاڼه کې په یوه خپاره کړی راپور کې لیکلی، چې افغانستان پرله پسې دریم کال له وچکالۍ سره مخ دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د افغانستان ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له "سختو" او "ناورین" سره مخ دي.
 
د OCHA د راپور له مخې، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د وچکالۍ، طوفانونو، واورو ښویېدو او زلزلې په ګډون له سختو موسمي حالاتو او طبیعي پېښو سره مخ دي.
 
دغې ادارې ویلي، چې یو شمېر دغه طبیعي افتونه په شدت سره مخ دي او د میلیونونو خلکو ژوند او معیشت یې له خطر سره مخ کړی دی.
 
دغه بنسټ ویلي چې د افغانستان خلک د اقلیم د بدلون په وړاندې د پام وړ مقاومت لري، خو اړتیا ده چې د دوی پر ژوند د اقلیم د بدلون د اغیزو په وړاندې له هغوی سره سمدستي مرستې وشي.
 
اوچا وویل چې افغانستان د هغو هیوادونو په لست کې څلورم ځای لري چې له خطر او کړکیچ سره مخ دي. همدارنګه، د هغو هیوادونو په لیست کې چې د اقلیم بدلون ته زیان رسوي او د دې بدلونونو لپاره چمتو ندي، د نوټر ډیم نړیوال تطبیق شاخص له مخې، دا اتم ځای لري.
https://avapress.com/vdcgqt9xnak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته