دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 274300
مرکزي بانک به سبا ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي
د افغانستان د مرکزي بانک د اعلامیې له مخې، دغه بانک به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه سبا یکشنبه ۱۳ میلیونه ډالره په داوطلبانه توګه وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه د اسد پر ۱۵مه ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کوي.
 
دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک/د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر په ليلام پلورلي دي.
 
https://avapress.com/vdcbgab5grhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته