دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 274316
د ریشتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې یو ځل بیا د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی چې نن سهار د ریشتر په کچه د ۵.۳ درجې یوې بلې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې او د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان د جرم ولسوالۍ و.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د زلزلې مرکز ویلي، چې دغه زلزله نن سهار ۵:۰۲ دقیقې د ریښتر په کچه ۵.۳ او د ځمکۍ په ۲۰۳ کیلومتري ژوروالي رامنځته شوي.
 
د امریکا د زلزلې مرکز ویلي چې دا زلزله د افغانستان د بدخشان او تخار په یو شمېر نورو ولسوالیو او همدارنګه د بدخشان او تاجکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
 
ویل شوي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل هم لړزېدلی دی.
 
خو تېره شپه ۸:۳۵ دقیقې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۲۰۷ کیلومترو په ژوروالي کې د ریښتر په کچه د ۵،۸ درجې زلزله وشوه.
 
دغې زلزلې کابل، جلال آباد او د کندوز ځينې برخې هم ولړزولې.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د تېرې شپې او نن سهار د زلزلې له امله د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
 
https://avapress.com/vdciz5arqt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته