دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 274522
په هلمند ولايت کې شل روغتيايي مرکزونه پرانستل شول
د لوږې سره د مبارزې په نوم یوې نړیوالې موسسې د هلمند ولایت په ۸ ولسوالیو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوږې پر وړاندې د مبارزې په نوم یوې نړیوالې موسسې د هلمند ولایت په ۸ ولسوالیو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
 
د دې ادارې ولايتي مسوول بصيراحمد شينواري نن د چنګاښ په ١٨مه وويل چې دغه مرکزونه د لوږې پر وړاندې د نړيوال سازمان له خوا د هلمند ولايت په کجکي، نوزاد، سنګين، باغران، ناوې، نادعلي، واشير او خانشين ولسواليو کې جوړ شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه روغتيايي مرکزونه به تر دوو کلونو پورې د يادو ولسواليو خلکو ته د واکسيناسيون او د ميندو او ماشومانو د تغذيې وړيا خدمات وړاندې کړي.
 
شينواري ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې رامنځته کړي.
 
دغه بنسټ ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د يادو سيمو خلکو ته په يادو روغتيايي مرکزونو کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد لرې پرتې ولسوالۍ او کلي له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.
 
https://avapress.com/vdchiknii23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته