دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 274653
په افغانستان کې د چین د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په دغه مقام کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په دغه مقام کې د خپل ماموریت پای پرون جمعه د اسد ۲۰ مه په یوه ټویټ کې وکړ.
 
په افغانستان کې د چین پخواني سفیر لیکلي: "ما په افغانستان کې د سفیر په توګه خپله دوره پای ته ورسوله او دا ښکلی هیواد مې له یادونو سره پاتې شو."
 
هغه په ​​افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ او د دواړو هېوادونو د تلپاتې دوستۍ هیله وکړه.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت د وانګ یو د ماموریت د پای ته رسیدو او د هغه د ځای پرځای کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه لیدنه کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه د وانګ یو د فعالیتونو ستاینه کړې ده.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له پخواني سفیر سره په لیدنه کې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه د چین بهرنۍ تګلاره مثبته وبلله او د لا پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.
 
دبهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په دې ليدنه کې مفتي له وانګ يو ​​څخه په کابل کې دديپلوماتيک ماموريت په ترسره کولو په ځانګړي ډول په افغانستان کې دسياسي پرمختګونو په بهير کې د خپل ديپلوماتيک ماموريت د فعال ساتلو له امله مننه وکړه .
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او چین د اړیکو، په افغانستان کې د چین د پانګونې او په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
په همدې حال کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر څخه د خپل ماموریت پر مهال د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې چین له افغانستان سره په لوړه کچه ډیپلوماتیکو اړیکو ته ژمن دی.
 
بايد يادونه وشي چې چين يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو وروسته يې له سرپرست حکومت سره نږدې اړيکې لرلې او له اسلامي امارت سره يې د همکارۍ کچه د نړۍ له ډېرو هېوادونو څخه لوړه شوې ده. .
 
وانګ یو په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه وټاکل شو.
 
https://avapress.com/vdccp0qi12bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته