دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 274834
اوچا اعلان وکړ چې په افغانستان کې دوه میلیونه کسان له طبي خدمتونو بې برخې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودیجې له کمېدو سره د دغه سازمان شاوخوا ۲۶۲ ګرځنده روغتیايي مرکزونه، چې دوه میلیونه وګړي یې تر پوښښ لاندې دي، د مرستو و درولو ته اړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د ۱،۳ میلیارده مرستو د کمښت له امله د افغانستان خلک د لوږې، ناروغیو او حتی مرګ له ګواښ سره مخ دی.
 
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د بودیجې له کمښت سره مخ دی او په پایله کې په افغانستان کې له مرستو څخه د ګټه اخیستونکو شمېر له ۱۳ میلیون ټنو څخه ۹ میلیون ټنو ته راټیټ شوی دی.
 
اوچا زیاته کړه چې د بودیجې د حد د کمښت له امله اوس د ۹ میلیونو زیانمنو افغانانو له ډلې یوازې ۵ میلیونه مرستې ترلاسه کوي.
 
د دې تر څنګ شاوخوا ۲۶۲ ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې د دوه میلیونه افغانانو لپاره د روغتیا په برخه کې په کار بوخت وو، هم د خدماتو وړاندې کولو ته اړ شوي دي.
 
دغه راز دغه سازمان خبرداری ورکوي، چې که اضافي بودیجه ترلاسه نه شي، د اګست تر پایه به ۲۸۰۰ سیمه ییز ښوونځي وتړل شي، چې شاوخوا ۱۴۱ زره کسان په کې په زده کړو بوخت دي.
 
د راپور له مخې، دغې ادارې سږ کال یوازې ۸۰۱ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې چې شاوخوا ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
 
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې تر ۲۰،۳ میلیونه زیات زیانمن شوي کسان په بېلابېلو برخو کې محافظتي خدمتونو او مرستو ته اړتیا ولري.
 
https://avapress.com/vdcdso0xoyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته