دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 274880
د لویدیځې غاړې په ختیځ کښې د دوو فلسطینی ځوانانو شهادت
صهیونیسټي پوځیانو د لویدیځې غاړې په ختیځ کښې د عقبه جبر کمپ ته له ننوتلو وروسته دوه فلسطینی ځوانان وویشتل او ویې وژل.
افغان غږ خبری آژانس: نن سهار د لویدیځې غاړې په ختیځ کښې د عقبه جبر په کمپ کښې له صهیونیسټی پوځیانو سره په نښته کښې دوه فلسطینی ځوانان شهیدان شول.
 
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې ۱۷ کلن قصی عمر الولجي او ۲۴ کلن محمد ربیع نجوم نن سهار وختي د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کې وژل شوي دي.
 
د فلسطین سرې میاشتې ټولني هم په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د عقبه جبر کمپ ته د صهیونیسټی پوځیانو له ناڅاپه ننوتلو او په فلسطینیانو په ډزو کښې قصی الوجبی او محمد نجوم سخت ژوبل شول او ژغورونکو ځواکونو روغتون ته یوړل.
 
د عینی شاهدانو په وینا، د صهیونیسټی رژیم پوځیانو په ناڅاپه توګه د عقبه جبر کمپ ته له ننوتلو وروسته «محمد ناصر ابوالعاص» ونیول، فلسطینی ځوانان له هغوی سره په نښته کې شول او د صهیونیسټی رژیم پوځیانو هم د هغوی په خلاف ډزې وکړې.
 
د «عرب ۴۸» خبري سایټ راپور ورکړی چې صهیونیسټي پوځیانو دغه کمپ ته له ننوتلو وروسته ګڼ کورونه تالاشي کړل، د کورنۍ غړي یې تر کورنو لاندې کړل او تر څو ساعتونو پوښتنو ګرویږنو وروسته یې د دغو کورونو ته تاوان ورکړ.
 
د دغو دوو فلسطيني ځوانانو په شهادت سره د روان کال له پيله تراوسه د فلسطيني شهيدانو شمېر ٢٢٧ تنو ته لوړ شو او له دغو کسانو څخه ١٣ تنه يوازې د همدې مياشتې په لومړۍ نيمايي کې شهيدان شوي.
 
https://avapress.com/vdceve8w7jh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته