دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 275147
په تېره اوونۍ کې د افغانیو په ارزښت کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی
د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي چې د حکومت پولي سیاستونه د دې لامل شوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت دوه فیصده لوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تېره یوه اونۍ کې د یو امریکايي ډالر ارزښت له ۸۶.۴ افغانیو څخه ۸۴.۲ افغانیو ته راټیټ شوی دی.
 
په ورته وخت کې د مرکزي بانک ویاند حسیب نوري د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دوی د معقول پولي سیاستونو په پلي کولو سره توانېدلي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي او حتی لوړ کړي.
 
هغه زياته کړه، چې په تېر کال کې د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له ٧ سلنې څخه زيات شوى، چې په تېره يوه اونۍ کې دوه سلنه ډېر شوى دى.
 
د نوري د څرګندونو پر بنسټ؛ د ډالرو د قاچاق مخنيوی، د ډالرو ليلام او له افغاني پيسو سره راکړه ورکړه د دغه بانک له تګلارو څخه ده. دغه راز د هېواد د صادراتو زیاتوالی هم د هېواد د اسعارو د ارزښت له لوړېدو سره مرسته کوي.
 
هغه ټینګار وکړ که چیرې د بهرنیو اسعارو زیرمې د امریکا له خوا خوشې شي او د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپیژندل شي؛ له دې سره به د افغانیو ارزښت نور هم لوړ شي.
 
د کابل د شهزاده سراى صراف محمد قادر محمدي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت له ٨٦،٤ افغانيو څخه ٨٤،٢٠ افغانيو ته راټيټ شوى دى.
 
محمدي زياته کړه، چې د افغانيو د ارزښت د لوړېدو لامل د مرکزي بانک له خوا د امريکايي ډالرو ليلام او پلورل دي.
 
خو د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د افغانیو په وړاندې د ډالر د ارزښت د راټیټیدو لامل د افغانستان په اړه د امریکا او قطر ترمنځ د شوي تړون له امله بولي.
په ورته وخت کې د هېواد اوسېدونکي وايي، چې د افغانیو په وړاندې د ډالر د ارزښت له راټیټېدو سره سره بیا هم د خوراکي توکو بیې لوړې دي.
 
د کابل ښار اوسېدونکي خادم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، که څه هم د افغانيو پر وړاندې د ډالر بيه راټيټه شوې ده، خو د پلازمینې په بازارونو کې د اومو موادو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
 
نوموړي له مسوولينو وغوښتل، چې د خلکو کمزوري اقتصاد په پام کې ونيسي او د خوراکي توکو د بيو د کنټرول په برخه کې دې زياتې هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbasb5zrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته