دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 275228
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
د پولیو ضد واکسین کمپاین به نن (دوشنبه، اسد ۳۰) د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له پولیو څخه د پاک افغانستان ویبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه کمپاین به د روانې اونۍ تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.
 
د "پوليو څخه پاک افغانستان" وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين له بلخ، سمنګان، سرپل فارياب او جوزجان او همدارنګه په سوېل کې له اروزګان پرته په ټولو ولايتونو کې پلي کېږي.
 
د "پوليو څخه پاک افغانستان" وېبپاڼه وايي، چې دغه کمپاين به په پاتې شپږو ولايتونو کې د يوې اوونۍ په ځنډ سره د اګست په ۲۸مه پيل شي.
 
د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې لیدل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
 
https://avapress.com/vdcb5sb5wrhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته