دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 275260
په ننګرهار کې د همیشه بهار راډیو او ټلویزیون فعالیت بیا پیل شو
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، همیشه بهار راډیو او ټلویزیون چې څه موده وړاندې بند شوی و، د فعالیت اجازه یې ورنه کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي بدلون په یوه خبرپاڼه کې په ننګرهار ولایت کې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون د فعالیت اجازه تصویب کړه.
 
په خبرپاڼه کې د ښاغلي قریشي له قوله راغلي: د دې رسنیو نشرات څه موده وړاندې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې کمېسیون له خوا له اداري مقرراتو څخه د سرغړونې له امله ودرول شول.
 
د يادونې وړ ده، چې په ننګرهار ولايت کې همیشه بهار راډيو او ټلويزيون له ډېرې مودې راهيسې د اطلاعاتو په برخه کې فعاليت لري.
 
https://avapress.com/vdch-mniv23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته