دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 275569
په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو فعالیتونه د بودیجې د نشتوالي له امله د بندیدو په حال کې دي
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو فعالیتونه د بودیجې د نشتوالي له امله د بندېدو په حال کې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې چې د جمعې په ورځ (سنبلی ۳ مه) خپور شو، ویل شوي چې دغه ۳۳ روغتونونه په افغانستان کې ۹ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
 
د دغه راپور پر بنسټ، د روغتیا نړیوال سازمان په جولای میاشت کې په دغه هېواد کې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی دی.
 
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې ټولټال ۲۴۱۸۷۴ کسانو روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي له لارې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي بېړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان په ۳۳ ولایتونو او نورو هغو سیمو کې چې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل خدمات پراخ کړي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان اوس مهال په افغانستان کې له ۲۷۵ لومړنیو روغتیایي مرکزونو او ۲۱ روغتونونو سره د خپلو شریکانو له لارې مرسته کوي.
 
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې ډېر افغانان با کیفیته روغتونونو ته لاسرسی نه لري او ځینې یې د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي.
https://avapress.com/vdcjmie8huqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته