دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 275630
په پروان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ټپيان شوي
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ رامنځ ته شوي، د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون پنځه تنه چې د کرولا ډوله موټر سپرلۍ او د پنجشېر ولایت اوسېدونکي وو، ټپیان شوي دي.
 
د چارواکو په وينا، د دې ترافيکي پېښې ټپيان د پروان ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي او قضيه يې تر څېړنې لاندې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د کابل – پروان پر لويه لاره ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcipwarut1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته