دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 275976
د امنیت کمرو نصبول د نړۍ په ټولو هیوادونو کې یو عام کار دي
کورنیو چارو وزارت د بښنې نړیوال سازمان د یوه چارواکي هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په کابل او نورو ځایونو کې د اسلامي امارت له خوا د ۶۲۰۰۰ امنیتي کامرو نصبول د خلکو له محرمیت څخه سرغړونه ده، د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي کمرو نصبول نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نړۍ کې یوه عادي خبره ده.
افغان غږ خبری آژانس: د مصنوعي فکر او بشري حقونو په برخه کې د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي او مشاور، مت محمودي د پنجشنبې په ورځ (سنبلي ۸) په یوه بیان کې ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د کمرو نصبول په عامه ځایونو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا عمل لا هم د بیان د ازادۍ حقونه له منځه وړي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون (جمعه، سنبلې ۱۰) د دغو څرګندونو په ردولو سره ټینګار وکړ چې د امنیتي کمرو نصبول یوه امنیتي اړتیا ده چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هېوادونو کې هم عامه ده. .
 
نوموړي په X  پاڼه کې ویلي: «کله چې امریکا او ناټو د خپلو اهدافو او استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د کابل په ګډون د هېواد په ټولو زونونو کې کشفي فعالیتونه کول، ولې د بشري حقونو د سرغړونکو او د محرمیت د مدافعینو غږ پورته نه شو؟
 
ښاغلي قانع ټینګار وکړ چې اسلامي امارت شرعي اصولو ته ژمن دی او شریعت اجازه نه ورکوي چې د افرادو محرمیت له ګواښ سره مخ شي.
 
هغه دا هم وويل، چې امنيتي کمرې د خلکو په مشوره نصب شوي او د کورنيو چارو وزارت مشخص نه دى، چې کوم مشخص ځاى به يې نصب کړي. هغه زیاته کړه: د کمرو کنټرول هم خوندي دی او هیڅوک حق نه لري چې ورته لاس رسی ولري.
 
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل ښار کې یې د ښاریانو د خوندیتوب په موخه څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbzsb50rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته