دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 276404
د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا؛ ترکي سوداګر افغانستان ته د پانګونې لپاره راځي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، سږ کال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ؛ په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر ترکي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د یکشنبې په ورځ (سنبله ۱۹) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادی اړیکې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی او ممکنه ده چې په راتلونکي کې نور هم زیات شي.
 
جواد څرګنده کړه، یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د سوداګرۍ کچه له ۳۰ میلیونو ډالرو ډېره شوې، چې له دې جملې څخه ۵ میلیونه ډالره یې د افغاني توکو په صادراتو پورې اړه لري.
 
د افغانستان لاسي اوبدلې غالۍ، وچه مېوه او قیمتي ډبرې د نورو هېوادونو په بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري او دغه توکي نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ترکیې ته د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له ترکیې سره د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لړۍ څو میاشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د افغاني لاریو په کارولو سره پیل شوه.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د سوداګرو مالونه د باروړونکو موټرو په واسطه د آقينې له بندر څخه د ترکمنستان، ايران او بيا ترکيې ته ليږدول کيږي او له دې لارې له دغه هېواد څخه سوداګريز توکي هم افغانستان ته وارديږي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه وویل:«موږ په ډېرو هڅو سره وکولای شو چې خپل افغان ټرانسپورټي شرکتونه خپل ملکیتونه ترکیې ته ولېږدوو او بېرته یې افغانستان ته راوړو.
 
د احمدي د څرګندونو پر بنسټ؛ دوی هڅه کوي، چې د هېواد ټرانسپورټي شرکتونه وکولای شي، اروپايي هېوادونو ته هم صادرات او واردات وکړي.
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر محمد یونس مومند د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر ترکي سوداګر د پانګونې لپاره افغانستان ته راشي.
 
د مومند د څرګندونو له مخې؛ ترکي سوداګر لېواله دي چې په افغانستان کې د سړک جوړولو، انرژۍ، صنعت او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
 
نوموړي دا هم وویل چې د روان کال د سپټمبر په ۱۸مه به په ترکیه کې د افغان سوداګرو په ګډون یو نندارتون جوړ شي.
 
له دې سره سره د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی ټینګار کوي چې د افغانستان او ترکیې تر منځ د سوداګرۍ د ودې لپاره باید د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه او تر منځ د هوايي دهلېز له لارې الوتنې پیل شي. دواړه هیوادونه
 
د ښاغلي الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او ترانزیتي اسانتیاوو په برخه کې د ګډې سوداګریزې خونې جوړېدل اسانتیاوې رامنځته کوي، سوداګري زیاتوي او پانګونې جذبوي.
 
په همدې حال کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه دوه زره ټنه افغاني پنبه ترکیې او ایران ته صادره شوې ده.
 
د دې خونې د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ؛ پخوا به افغاني پنبه یوازې پاکستان ته صادرېده، خو اوس د هېواد د پنبې لپاره نوي بازارونه پیدا شوي او ځینو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdciuqar5t1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته