دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 276424
په بغلان کې د وسله والو غلو يوه نهه کسیزه ډله ونيول شوه
د بغلان پولیس په دغه ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو د یوې نهه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی پرون ​​یکشنبه (۱۹ سنبله) د وسله والو غلو یوه نهه کسیزه ډله د جان محمد حمزه په مشرۍ د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.
 
د هغه په ​​وينا، يادو کسانو د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو، د خواجه الوان د درېيمې ناحيې او د پلخمري ښار په مربوطاتو کې وسله والې غلاوې، ورانکارې، وسله والې نښتې او نور جرمونه کول او د خلکو د ځورولو لامل ګرځیدلي وو.
 
برهاني زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او اوسمهال د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ تر څارنې لاندې دي.
 
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې دغه ډله به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته په ټول هیواد کې د وسله والو غلو سره جدي چلند شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcauinuy49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته