دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 276487
د کلدارو سره راکړه ورکړه منع کیږي
د افغانستان مرکزي بانک د هېواد د جنوب لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له پاکستانۍ پولۍ واحد "کلدار" سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي او د دې لپاره یې وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د هېواد د جنوب لویدیځو ولایتونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له پاکستاني کلدار سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي.
 
تر دې مخکې د افغانستان بانک د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د هېواد په جنوب لوېدیځ زون کې د افغانیو د راکړې ورکړې بهیر پیل کړ او د دغه زون اوسېدونکو ته یې دوه نیمې میاشتې وخت ورکړی و چې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې په افغانیو بدلې کړي.
 
د دغه بانک په اعلامیه کې د کندهار، اروزګان، هلمند، زابل او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته په ځانګړي ډول خبرداری ورکړل شوی چې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې په افغانیو سره تصفیه کړي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې له دې نیټې وروسته به له نورو اسعارو سره ټولې راکړې ورکړې غیر قانوني وګڼل شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
 
https://avapress.com/vdcjome8auqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته