دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 269775
مرکزي بانک: بازار ته څه دپاسه یو ملیارد افغانۍ نوي بانکنوټونه عرضه شوي دي
د افغانستان مرکزي بانک چارواکي وايي، په تېر کال کې تر یو میلیارد زیات افغانیو نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي او ډېر ژر به د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب نوري د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي، چې په تېر کال کې نږدې ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیونه ۸۰۰ زره نوي افغانۍ بانکنوټونه هېواد ته را رسېدلي دي.
 
هغه زياته کړه، چې تر دې مهاله مرکزي بانک له يو ميليارد افغانيو څخه زيات نوي بانکنوټونه بازار ته داخل کړي.
 
د نوري د څرګندونو پر بنسټ؛ د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او سلیز نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي او په پام کې ده چې د ۵۰۰ او زریز بانکنوټونه هم بازار ته وړاندې شي.
 
نوري هیله څرګنده کړه، چې خلک به د بانکنوټونو د ژر صادرېدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي، څو بانکنوټونه له ټاکلي وخت مخکې صادر نه شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د نويو بانکنوټونو د چاپولو تړون، چې ويل کېږي شاوخوا سل ميليارده افغانۍ کېږي، تېر حکومت له يوې فرانسوي کمپنۍ سره لاسليک کړى و، چې له تېرې څه مودې راهيسې د افغانيو پيسو چاپ کوي.
 
په داسې حال کې چې خلک په بازار کې د نویو بانکنوټونو د داخلیدو هرکلی کوي؛ خو دوی وايي چې دا اندازه کمه ده او د زوړ شویو پیسو ځای نشي ډکولی.
 
د کابل د شهزاده سرای صراف قادر محمدي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د عرضه شوي پیسې ډیرې لږ دي او د زوړ شویو پیسو ځای نشي ډکولی.
 
محمدي زياته کړه، چې د هېواد په بازارونو کې په ميلياردونو افغانۍ زوړ پيسې شتون لري، چې له امله يې په ورځني سوداګريز بهير کې ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.
 
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې زياتره راکړه ورکړه په نغدو پيسو ترسره کېږي، چې له همدې امله د وخت په تېرېدو سره افغاني بانک نوټونه له کاره لوېږي.
 
د مرکزي بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ، هغه زوړ شوي پیسې چې راټولیږي د بازار له دوران څخه ایستل کیږي او سوځول کیږي.
 
https://avapress.com/vdcbz9b5srhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته