دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 276580
سیاسي اړیکې باید په سوداګرۍ منفي اغیزه ونکړي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال په کابل کې د ایراني صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې باید تل عادي وي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه د سلواغې ۲۲ مه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په کابل کې د ایراني صنعتکارانو پلاوي ویلي چې سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې باید تل عادي وي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال زیاته کړه چې د ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې خورا ارزښتمنې دي او باید پیاوړې شي.
 
قدرت الله جمال بهرنیو سوداګرو ته په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هم ډاډ ورکړ.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاته کړه چې د ښاغلي ساقي په مشرۍ ایراني پلاوي په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو ستاینه یې وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
https://avapress.com/vdcdj90xzyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته