دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 277151
په بدخشان کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې په ۱۶۴ غرفو کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارتون د پرانیستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د کرنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون پرون (یکشنبه د میزان ۲مه) د یوې ادارې او د کرنې ریاست په همکارۍ د یوې ورځې لپاره جوړ شو.
 
د دوی په خبره، په دغه نندارتون کې زعفران، مڼې، ناک، چهارمغز، انځر، وچ زردالو، لبنیات، شات، لاسي صنایع، لبنیات، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په ۱۶۴ غرفو کې د نارینه او ښځو له خوا په جلا جلا توګه ایښودل شوي دي.
 
دوی زیاته کړه، چې د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو ورته مراجعه کړې او اخيستې ده.
 
د دغه نندارتون ګډونوالو هم د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې د دولت پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په مناسبه بیه د کورنیو تولیداتو پلورل د بزګرانو او صنعتکارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې ګټور دي او دولت باید د دوی د محصولاتو د پلور زمینه برابره کړي.
 
https://avapress.com/vdciwyarzt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته