دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 277444
د بدخشان په سرحدي سیمو کې پوځي ځواکونه زیات شوي؛ د ورېښمو د لارې د جوړولو چارې ګړندۍ شوې او له ژمي مخکې تدبيرونه نيول شوي دي
د بدخشان والي وايي، د دغه ولایت په پولو کې پوځي حضور ډېر شوی او د ورېښمو لارې د جوړېدو چارې هم په شدت روانې دي. نوموړي په دغه ولایت کې د راتلونکي ژمي موسم لپاره د تدابیرو د نیولو ډاډ هم ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت والي محمد ایوب خالد پرون (جمعه د میزان ۷ مه) د دغه ولایت له سرپرست والي سره په خپل کار دفتر کې د لیدنې پر مهال وویل: چې د دغه ولایت په سرحدي سیمو کې د عسکرو شمېر زیات شوی دی
 
د دې ولایت والي دا هم وویل چې د ورېښمو د لارې چارې په چټکۍ سره پرمخ ځي چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې او د لېږد چارې به یې پیل شي.
 
د بدخشان والي ټینګار وکړ چې له ملي دفاع وزارت سره د موافقې له مخې به د ژمي له رارسېدو مخکې د دغه ولایت د واورو د ایستلو یو شمېر موټر زیانمنو سیمو ته ولېږدول شي څو د دغه ولایت د واورو د بندېدو مخه ونیول شي.
 
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم ویلي، چې سرحدي ځواکونه به د ژمي په موسم کې د بدخشان ولایت له چارواکو سره همکاري وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې بدخشان هر کال سخت ژمي تېروي. واوره او بند سړکونه تل د دې ولایت د اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
 
https://avapress.com/vdcdo50xoyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته