دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 277552
د پکتيا نوی والي معرفي او په کار يې پيل وکړ
د پکتیا ولایت نوی والي مولوي مهر الله حماد چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا په دې پوست ټاکل شوی و، خپلو کارکوونکو ته یې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پکتیا ولایت کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت معین مولوی محمد نبی عمری په حکومتولۍ کې تغییر او بدلون ته په اشارې سره وویل: بدلون د کار د پیاوړتیا لپاره مهم اصل دی. "
 
ښاغلي عمري د امریکا پر وړاندې شل کلنې مبارزې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په سپېڅلو وینو جوړ شو.
 
بل خوا د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله هم په خپلو خبرو کې ټاکل شوي والي ته ښه راغلاست ووايه او د خلکو په خدمت کې يې ورته د لا برياوو هيله وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري هیئت د حکم له مخې د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی قومندان مولوي مهر الله حماد د پکتیا ولایت د نوي والي او محمد خان داوړ د والي په توګه ټاکل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdk50xxyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته