دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 277752
د کرکټ نړیوال جام به په هند کې د افغانستان په شتون سره پیل شي
د کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن (پنجشنبه، میزان ۱۳) په هند کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون پیلیږي.
افغان غږ خبری آژانس: په دې سیالیو کې د نړۍ له لسو غوره کرکټ لوبډلو ګډون کړی دی.
 
نن به لومړۍ لوبه د انګلستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د احمد آباد ښار په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
 
په نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه بل سبا (اکتوبر ۷) له بنګله دېش سره کوي او بیا به د اکټوبر په ۱۱مه له هند سره لوبه کوي.
 
د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي په دې سیالیو کې ټولټال نهه لوبې لري او که یې نورې هم وګټلې نو بل پړاو ته به لار ومومي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ نړيوال جام به د نومبر تر ۱۹مې نېټې پورې، يعني له نن څخه يوه نيمه مياشت دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfted00w6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته