دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 278210
د پکتيا ولايت په مرکز کې د فلسطيني ولس په ملاتړ لاريون وشو
د پکتیا ولایت سلګونو ښاریانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د فلسطین د بې ګناه خلکو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم د ځواکونو ظلمونه وغندل او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د صهیونیسټانو وحشیانه بریدونه ودروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار سلګونو اوسیدونکو پرون چهارشنبه د میزان په ۱۹ مه د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې پر بې ګناه فلسطینیانو د صهیونیسټي پوځیانو ظلمونه وغندل او له نړیوالو سازمانونو یې وغوښتل، تر څو ژر تر ژره د صهیونیسټانو وحشيانه بریدونه ودرول شي.
 
لاريون کوونکو د طالبانو او فلسطين بيرغونه له ځان سره لېږدول او د اسراييلو پر ضد يې شعارونه ورکول.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه بیان کې لیکلي چې د غزې په تړانګه کې د اوبو، خوراکي توکو، درملو او برښنا مزي پرې شوي دي. اسرائیلي ځواکونو د ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ ښځو په ګډون ۷۰۴ ملکي وګړي شهیدان کړي دي. له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو خلکو ټپي کول او په قصدي ډول د ملکي خلکو کورونه، جوماتونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي جنایت او د بشریت ضد جنایت ګڼل کیږي.
 
هغه د نړۍ له ټولو هېوادونو په تېره بيا له اسلامي هېوادونو او نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د صهيونېسټ رژيم له خوا د فلسطيني ولس د نسل وژنې مخه دې ژر تر ژره ودروي.
 
  داسلامی امارت دخارجه وزارت ویندوی په دې اړه ولیکل: له ټولو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو په تیره بیا له اسلامی هیوادونو او ملګروملتونو څخه غوښتنه کوو چې دصهیونیسټ رژیم دغه ډول نسل وژنې ژر تر ژره بندې کړی چې له بده مرغه بشپړ ملاتړ لری .
 
 دفلسطیني جنګیالیو او صهیونیسټي پوځیانو ترمینځ دجګړې په لومړۍ ورځ داسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قدس د نیواکګرو پر ضد د فلسطیني مقاومت له عملیاتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د فلسطین د نیواکګرانو او د قدس د نیواکګرانو پرضد د فلسطیني مقاومت له عملیاتو څخه هر ډول مرستې کوي .
  
د فلسطین د مقاومت جنګیالیو د شنبې د ورځې له سهاره له غزې څخه په نیواک شویو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم دپوځونو پرضد د «الاقصی طوفان» په نوم هر اړخیز عملیات پیل کړل.
 
  په اشغال شویو سیمو کې د اسلامي مقاومت د جنګیالیو له خوا د «الاقصی طوفان» په نوم د پراخو او اغیزمنو عملیاتو او د بیت المقدس د اشغالګرو ځواکونو ته د پراخو ځاني او مالي زیانونو له اړولو وروسته، د کابل خلک هم د بیت المقدس د ستر سمبول مخې ته راغونډ شول.
 
https://avapress.com/vdcfycd0xw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته