دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 278457
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي بریا سره د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې د انګلستان ځواکمنې لوبډلې ته د ۶۹ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د انګلستان ملي لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. افغانستان چې په پیل کې یې توپ وهنه وکړه، په وروستي اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۴ نمرې واخیستې او انګلستان ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
 
خو انګلستان په ۴۱م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۲۱۵ نمرې یې جوړې کړې او ټاکل شوي هدف ته ونه رسیده.
 
انګلیسي لوبډله په دې نړیوال جام کې له خپل اتلولۍ دفاع کوي. دا لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلینډ څخه ماتې وخوړه خو څو ورځې وروسته یې د بنګله دیش په وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه.
 
د لوبې په پیل کې افغانستان د رحمان الله ګوربز توپ وهنې سره خورا پیاوړی ښکارېده. خو بیا یې ځینې لوبغاړي په کمو منډو له لاسه ورکړل.
 
ګوربز وکولای شول چې یوازې د افغانستان لپاره ۸۰ نمرې واخلي.
 
انګلستان د دوهمې نیمايي په پیل کې دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.
 
په دي لوبه کې جوني بیرسټو، ډیویډ میلر، جي روټ، هیري بروک، جوس بټلر، لیام لیوینسټن، کریس ووکس، سیم کورن، عادل رشید، مارک ووډ او رایس ټاپلي شتون درلود.
 
د افغان لوبډلې په لوبغاړو کې رحمان الله غوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شاهیدي، محمد نبي، اکرام علیخېل، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي شامل وو.
 
https://avapress.com/vdciwvaryt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته