دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 278476
د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت له لوري د سالنګ لویې لارې چې په افغانستان کې تر ټولو لویه سوداګریزه مسافر وړونکې لاره ده، د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، په یوه بې ساري اقدام کې یې د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل کړی دی.
 
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې: د فوايد عامې وزارت وياند وويل: د سالنګ د تونل د لومړي فاز کار چې د کيندلو په حال کې و، بشپړ شوى او پهولو ته چمتو شوى.
 
هغه زیاته کړه، د سالنګ اقلیم ته په پام سره په دریو پوړونو کې د کانکریټو ضخامت ۸۵.۵ سانتي متره او د اسفالټ یو طبقه په پام کې نیول شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjaoe8muqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته