دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 278497
زموږ دا پریکړه ده چې افغانستان د ځان بسیاینې پر لور بوځو
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر صنعتکارانو سره د لیدنې پر مهال د هغوی د ستونزو د هواري ژمنه وکړه او ویې ویل: موږ هوډ کړی چې افغانستان په ځان بسیا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې د پکتیا مرستیال والي د دغه ولایت د تولیدي فابریکو د فعالیت او د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دغو فابریکو کې خام مواد تولیدیږي. نوموړي د سوداګرۍ د مرکز، ګمرک او هوايي ډګر لپاره د مشخص ځای په اړه د دوی غوښتنې مطرح کړې.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو، کانونو، سوداګرۍ او پانګونې د خونو رئیسانو؛ دوی پکتيا ولايت د صنعتکارانو لپاره د ستراتيژيک نقطې په توګه په پام کې نيولو سره وړانديز وکړ چې د دغه ولايت صنعتي پارک دې جوړ او د پټان سيمه دې د ترانزيټي لارې په توګه وټاکل شي.
 
دوی دغه راز د سړک، ګمرک، چک شرکت، پولې ته څېرمه د ګودامونو نشتوالی، د سکینرونو نشتوالی، د اور وژنې، د صنایعو خونې ته د ځمکې د تخصیص او د تېلو او ګازو د سوداګرو ستونزې هم ورسره شریکې کړې.
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د صنعتي پارکونو د قوانینو او طرزالعملونو په نهايي کولو او په ځانګړي ډول د ځمکو د وېش پر بهیر ټینګار وکړ. په هغه ملاقاتونو کې چې د افغانستان د اسلامي امارت له مشر شیخ صاحب سره یې درلوده هم غواړي چې د خصوصي سکتور لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست دا هم ویلي چې د اسلامي امارت مشر ورته ویلي چې افغانستان به له خصوصي سکتور او صنعتکارانو سره آبادیږي. ښاغلي عزیزي همداراز وویل: موږ پرېکړه کړې چې افغانستان د ځان بسیاینې پر لور بوځو.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د خصوصي سکتور له غړو وغوښتل چې د صنعتي پارک د پراختیا او یا هم د نوي پارک د جوړولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلي ډول له وزارت سره شریک کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د مالیاتو زیاتوالی په هیواد کې د صنعتکارانو او خصوصي سکتور پر وړاندې یو له سترو ننګونو څخه شمیرل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcco4qim2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته