دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 278642
ټاکل شوې ده په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره څه باندې دوه زره کورونه جوړ شي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په سياه آب کلي کې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د معياري کورونو او استوګنځيو د جوړولو کار پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی احمدالله متقی وایی چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د سیاه اب په کلي کې د معیاري کورونو او استوګنځایونو د جوړولو کار پیل شوی دی. د هرات ولایت په یوه ولسوالي کې چې اټکل کیږي ۲۱۴۶ کورونه ولري د هرات په بیلابیلو سیمو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۲۰ کلیو لپاره جوړیږي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس دغه راز وويل چې له باران او باد څخه د زيانمنو شويو کسانو د ساتنې لپاره پياوړې خېمې لګول شوې دي او حکومت هڅه کوي چې د سړې موسم له رارسېدو مخکې کورونه جوړ کړي.
 
د هرات د انجيل ولسوالۍ ښاروال مولوي نعمت الله رحيمي هم وويل، چې د ښاروالۍ، ښار جوړونې او کرنې رياستونو انجنيران له څلورو ورځو راهيسې د ښارګوټي په پلان او د کورونو په جوړولو کار کوي او په پام کې ده، چې دغه کورونه په عصري معیارونه او د زلزلې په وړاندې به مقاومت ولري.
 
د يادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ (میزان ١٥) هرات هم يوې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې له امله يې تر دوو زرو ډېر کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپيان شول او د دغه ولايت د خلکو سلګونه کورونه ويجاړ شول.
 
https://avapress.com/vdceev8wwjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته