دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 278648
د غزې پر روغتون باندي د بمبارۍ په اړه د لبنان حزب الله غبرګون
د لبنان د حزب الله مقاومت غورځنګ په یوې بیانیې کښې د غزې په تړانګه کښې په المعمدانی روغتون د صهیونیسټی رژیم د ترهګرۍ او وحشیانه حملې باندي غبرګون ښودلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د حزب الله ویاند ټینګار کړی، چې د کرکې ډکې څرګندونې نور بس دي. د مقاومت دغې ډلې زیاته کړه: د المعمداني روغتون په وړاندې د صهیونیسټی وژونکو ډلو وحشتناکه او وحشیانه جنایت د بشریت په سر کښې د شرم وړ دی.
 
حزب الله دغه وژنه د دیریاسین، صبرا و شتیلاست د قتلونو دوام وباله او څرګنده یې کړه چې دغه جنایت د رژیم او د هغه د شیطاني ملاتړو اصلی څېره په ډاګه کړه.
 
دغې ډلې د اسلامي امت د سمدستي خوځښت غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې سړکونو ته راووځي او خپله کرکه وښيي.
 
د لبنان مقاومت نن سهار (چهارشنبه) په یوه بله بیانیه کښې تائید کړه چې د دغه ګوند فرعی ډلې د صهیونیسټ رژیم د مرکاوای ټانک په نښه کړ.
 
د المیادین شبکې د راپور له مخې، د لبنان حزب الله اعلان کړی، چې دغه ټانک د حسین الطویل او مهدی عطوی د ډلې له خوا په نښه شوی دی.
 
د حزب الله په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټانګ د الرحاب په سیمه کې په نښه شوی او پکې سپاره عسکر مړه او ژوبل شوي دي.
 
دوه ورځې مخکې د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم د مرکاوای ټانک په نسکورولو بریالی شو.
 
له اشغال شوي فلسطین سره د لبنان په پولو کې وروستۍ پیښې د دواړو غاړو تر منځ د کړکیچ د زیاتیدو ښودنه کوي.
 
پرون (سه شنبه) صهيونېسټ رژيم د لبنان په جنوب کښې په ځينو سرحدي سيمو بمباري وکړه.
 
نیواکګر رژیم د لبنان په جنوب کې د رامش او ابترون ښارونه، وادی مروحین او د رامیه ښار شاوخوا او همدارنګه د ایتا الشعب شاوخوا سیمې په نښه کړې.
 
یوې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې هم د لبنان په سویل کې د کفرکلا ښار شمال کې تل نحاس سیمې ته نږدې په خالي ځای کې یو توغندی توغولی.
 
څو ورځې مخکې صهیونیسټی پوځیانو په علم الشعب کښې د خبریالانو په یوې ډلې حمله وکړه چې یو خبریال یې وواژه او پنځه نور یې ژوبل کړل.
 
له نیواکي فلسطین سره د لبنان په پولو کې د لبنان د اسلامي مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټي پوځیانو ترمینځ د نښتو له زیاتیدو وروسته د دغه رژیم په خلاف د لبنان د حزب الله راتلونکی اقدام په دې ورځو کښې د اسرائیلو لپاره د یوې سترې اندیښنې سبب شوی دی.
 
اسراییلي رسنیو په ډاګه کړه چې "نصرالله به څه وکړي؟" دا هغه پوښتنه ده چې په اسراییلو کې هیڅوک ځواب نه لري.
 
https://avapress.com/vdcayanua49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته