دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 278801
اروپايي ټولنه: په غزه کې د شخړو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي
د اروپايي شورا رئیس چارلس میشل د اروپا او امریکا ترمنځ د معلوماتو د تبادلې او په غزه کې د شخړو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د لازمو تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: میشل د پنجشنبې په شپه وویل، دا ډیره مهمه ده چې امریکا او اروپایی اتحادیه د معلوماتو تبادله وکړی او په غزه کی د جګړې د زیاتیدو د مخنیوی لپاره لازم اقدامات وکړی.
 
د رویټرز په حواله د ایرنا د راپور له مخې، هغه دا هم ویلي چې چارواکي باید دې ته پام وکړي چې په غزه کې د اروپايي ټولنې له مرستو څخه ناوړه ګټه پورته نه شي.
 
میشل همداشان د غزې په المحمداني روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې په اړه وویل چې په دې هکله باید جدي تحقیقات وشي.
 
ټاکل شوې د اروپايي شورا مشر میشل او اروسولا وان دیر لاین د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وویني او د اوکراین په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
 
صهیونیسټي رژیم د مقاومت د جبهې د وروستیو زړورو حملو له شرمناکه ناکامۍ وروسته په غزې تړانګې ټولې لارې په یوه غیر انساني عمل سره وتړلې چې د فلسطیني پوځیانو د خپلو عملیاتو له دوامه ډډه وکړي. صهیونیسټي نیواکګرو همداشان په غزې کښې د الممدني په روغتون په بمبارولو سره د سلګونو ماشومانو په شمول څه دپاسه زر تنه فلسطینیان شهیدان کړل.
 
صهیونیسټانو په یو بل جنایت کښې د غزې په ښار کښې د بپتسما په روغتون له حملې وروسته دا ځل په دغه ښار کښې د ارتودوکس کلیسا په یوې ودانۍ حمله وکړه چې په ترڅ کښې یې یو شمیر کسان شهیدان او ژوبل شول.
 
د حماس غورځنګ اړوند الاقصی شبکې سره په خبرو کې عینی شاهدانو اعلان وکړ چې په غزه کښې د ارتودوکس کلیسا اړوند د دغې ودانۍ په بمبارۍ کښې د شهیدانو او زخمیانو د شمیر له ذکر کولو پرته اعلان وکړ چې څه دپاسه ۲۰۰ کسان لادرکه شوی دی.
https://avapress.com/vdcbgwb58rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته