دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 279073
د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا په اړه د هېواد د دولتي چارواکو او مشهورو شخصیتونو غبرګون
د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له تاریخي بریا وروسته د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او د هیواد نورو مخورو شخصیتونو د دغې بریا مبارکي وویله او په دې اړه یې غبرګونونه وښود.
افغان غږ خبری آژانس: د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا له امله د کرکټ د ملي لوبډلې غړو، د کرکټ بورډ ادارې او ټولو افغانانو ته مبارکي وویله.
 
په دې پیغام کې راغلي، دې ټورنمنټ وښوده چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیا لري او موږ دوی ته د لا بریالیتوب هیله کوو.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو څخه انس حقاني د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا په غبرګون کې ویلي: افغانان با استعداده خلک دي. که دوی متحد وي او د ټیم په توګه کار وکړي، هرڅه ممکن دي."
 
د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا د مبارکۍ په ترڅ کې وویل: د دغې تاریخي بریا په مناسبت د عزیزي شرکت له خوا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ټولو غړو ته ځانګړې ډالۍ ورکول کیږي.
 
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په جلا جلا پیغامونو کې د کرکټ ملي لوبډلې ته د بریا مبارکي وویله.
 
د ښاغلي عبدالله په پیغام کې راغلي چې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې بریا دې ټولو ته مبارک وي. "د افغانستان لوبډله وتوانېده چې د پنځوس اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړي."
 
په همدې حال کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د کرکټ د نړیوال جام په پنځمه لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.
 
په ورته وخت کې په کابل او خوست ولایتونو کې ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راووتل او د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې بریا یې ولمانځله.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
 
افغانستان تر دې دمه په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې اووه ځلې له پاکستان سره مخامخ شوی او پاکستان ته په ماتې ورکولو کې پاتې راغلی، خو په شل اوریزو سیالیو کې یې دوه ځلې له پاکستان څخه ګټلی دی.
 
https://avapress.com/vdcd5n0xsyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته