دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 279168
په هلمند ولایت کې له یوې ژورې څاه څخه د دوو ماشومانو ژغورل
د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي ټیم د هلمند ولایت په ګرشک او نوزاد ولسوالیو کې دوه ماشومان چې له ژورو څاګانو ته غورځېدلي وو، ژغورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت نن چهارشنبه د عقرب په دریمه په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي ټیم د هلمند ولایت په ګرشک او نوزاد ولسوالیو کې دوه ماشومان چې له ژورو څاګانو ته غورځېدلي وو، ژغورلي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د نوزاد ولسوالۍ په سفید کار سيمه کې يو ٩ کلن هلک چې په ٩٠ متره څاه کې لوېدلى او دغه راز يوه ځوانه نجلۍ چې د ګرشک ولسوالۍ په ١٥٠ متره څاه کې لویدلي وو، د مسلکي کسانو د ټیمونو په واسطه وژغورل شول.
 
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې ژغورل شوي ماشومان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciq3arvt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته