دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 279437
له دې وروسته به د حيرتان بندر ۲۴ ساعته پرانيستي وي/ د افغانستان وده او پرمختګ د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د سوداګریز نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په موخه به د حیرتان بندر د کال له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه ۳ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان د سوداګرۍ د نندارتون د پرانیستې مراسم د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۷ مه د ازبکستان د سوداګریز پلاوی له خوا د دغه هېواد د لومړی وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف په مشرۍ د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ ترسره شول.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د پنځو ازبک وزیرانو شتون له افغانستان سره د ازبکستان په اړیکو کې د ښه نیت او قوي لیوالتیا ښودنه کوي.
 
دده په وینا، د ترانزیتي ستونزو د حل او د هېواد سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیزونه د ازبک پلاوي لخوا منل شوي او د ستاینې وړ دي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، چې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه د کال له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه ۳ میلیاردو ډالرو ته د لوړولو په موخه به د هریتان بندر له نن څخه ۲۴ ساعته پرانیستی وي.
 
نوموړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره زیاته کړه، موږ د ازبکستان خصوصي سکتور ته لومړیتوب ورکوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دا پانګونه باید دوه اړخیزه وي.
 
نورالدین عزیزي وايي چې ډېر ژر به د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونه بیا پرانستل شي او په دې برخه کې مو له ازبکستاني پلاوي سره خبرې کړې دي.
 
هغه له ازبکستان څخه هېواد ته د کیمیاوي سرې د واردولو غوښتنه وکړه، نورالدین عزیزي زیاته کړه، افغانستان هره ورځ درې زره ټنه اوسپنې ته اړتیا لري او موږ لېواله یو چې دغه اړتیا له ازبکستان څخه وارد کړو.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل: افغانستان کرنې، کانونو او صنعتي تکنالوژۍ ته بېړنۍ اړتیا لري او افغانستان لېواله دی چې د دې اړتیا د پوره کولو لپاره له ازبکستان سره ناسته وکړي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له ازبک پلاوي وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره دې لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، څو د دواړو لورو ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.
 
https://avapress.com/vdchxwniq23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته