دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 279679
په بغلان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ١٤ تنه مړه او ټپيان شول
په لغمان ولايت کې د دوو جلا ترافيکي پيښو له امله د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
 
د بغلان امنیه قومندانۍ د عقرب په ۱۰ مه نېټه وویل چې د چشت لومړۍ پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په برکه ولسوالۍ کې د یوه کرولا موټر له چپه کېدو وروسته رامنځته شوه.
 
د دغه ولايت چارواکي وايي، په دې ترافيکي پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او درې نور ټپيان دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د بغلان - سمنګان پر لويه لاره د باغ شمل په سيمه کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او اووه نور ټپيان شول.
 
د چارواكو په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغه ولايت په شمال كې يو فيلډر ډوله موټر چپه شو او په دې ترافيكي پېښه كې يو ماشوم هم وژل شوى دى.
 
له بلې خوا د دغه ولايت چارواکي وايي چې د دغې ترافيکي پيښې په قربانيانو کې ښځې هم شاملې دي.
 
دبغلان ولايت مسوولينو ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت دموټر ​​چلوونکو بې احتياطي په ګوته کړې ده .
 
تر دې وړاندې هم د ورته ترافیکي پېښو قربانیان له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د بغلان له ولایت څخه اخیستي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په اروزګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او يو بل ټپي شوى و.
 
په هېواد کې د ډېرو ترافيکي پېښو اصلي لامل بې احتياطي، ناسم سړکونه او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول دي.
 
https://avapress.com/vdcfe1d01w6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته