دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 279726
د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه ۳۵ سلنه ده، افغانستان ته د تکنالوژۍ او تخنیکي او انجینري خدمتونو لېږد د اجنډا په سر کې دی
د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وویل چې د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه ۳۵ سلنه ده چې د پام وړ شمېره ده. ده همداراز زیاته کړه: موږ نه یوازې د صادراتو په لټه کې یو، بلکې دغه هېواد ته د تکنالوژۍ او تخنیکي او انجینري خدمتونو لېږد او په افغانستان کې د تولیداتو زیاتول د اجنډا په سر کې دي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: «محمد مهدی جوانمرد قصاب» له ایرنا سره په خبرو کې وویل: ایران او افغانستان له یو بل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره ښه اقتصادی ظرفیت لری، په تېره بیا د تخنیکی او انجنیری خدمتونو، ترانسپورت او ټرانزیټ په برخو کب.
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې د ایران او افغانستان اقتصاد د یو بل بشپړونکی دی، څرګنده کړه: دواړه هېوادونه له دغو شرایطو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اوږد مهاله ستراتیژیک پلان ته اړتیا لري چې د افغانستان د واکمنانو په هڅو جوړیږي.
 
جوانمرد قصاب په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان په بازارونو کښې د ایران ونډه ښه ده زیاته کړه: له دغه هیواد سره د اړیکو پراختیا د ایراني تولیداتو په صادراتو او تولید پورې تړلې نه ده بلکې یو شمېر افغان تولیدونکي په ایران کښې فعال دي چې په کم لګښت سره یې په ایران کې د نورو هیوادونو په پرتله ښه ګټه لري، او دوی خپل محصولات خپل هیواد ته صادروي.
 
هغه د افغانستان په بازارونو کښې د ایران ۳۵ فیصده ونډې ته په اشارې سره وویل: مونږ یوازې د صادراتو په لټه کښې نه یو بلکې دغه هیواد ته د تکنالوجۍ او تخنیکی او انجینری خدماتو انتقال او په افغانستان کښې د تولیداتو زیاتول هم غواړو.
 
د جمهور رئيس د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وويل: په دې شرايطو کې د افغانستان د ملي عايد له زياتوالي او اقتصادي خپلواکۍ سره مرسته کول ممکن دي، څو له دغه هېواد څخه ايران ته د کډوالۍ په کچه کې کموالى راولی.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اړتیا وړ توکو لویه برخه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه واردیږي.
https://avapress.com/vdcir3arqt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته