دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 279734
دیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۶ کسان وژلي او ټپیان کړي دي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت په "دیره اسماعیل خان" کې د چاودنې خبر ورکړی دی. دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوه چې له امله يې ۲۶ تنه مړه او ټپيان شول.
افغان غږ خبری آژانس: په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چاودنه د پولیسو یوې ډلې ته څېرمه شوې چې په سیمه ییز بازار کې ګزمه کوله. د پېښې په ځای کې موجود د پولیسو یوه افسر محمد عدنان ډان ورځپاڼې ته ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه ځانمرګی برید و که بمي برید.
د خیبر پښتونخوا پولیسو تایید کړه چې په دې چاودنه کې د یو شمېر پولیسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې وړاندې هم تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د ګزمې پر کاروانونو او پولیسو ورته بریدونه کړي دي.
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د افغانستان پولې ته یوازې څو کیلومتره لیرې پرته ده او د ډیورنډ پولې ته تر ټولو نږدې سیمه ده. د دې سیمې اوسیدونکي پښتانه قومونه دي او دا سیمه د حکومت او قانون له لاسوهنې بهر ده.
دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان پولیس ځواکونه د دغه هیواد په ښارونو کې په بیلابیلو ځایونو کې د غیر قانوني افغان مهاجرینو د نیولو او شړلو په لټه کې دي.
https://avapress.com/vdchxwnik23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته