دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 279928
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ کیږي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن «سه شنبه د سلواغې ۱۶مه» په هند کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې د اسټرالیا د پیاوړې لوبډلې پر وړاندې میدان ته ځي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن سه شنبه د عقرب ۱۶ مه په هند کې د نړیوال جام په سیالیو کې د اسټرالیا له پیاوړې لوبډلې سره لوبه وکړي.
 
دا لوبه به د سه شنبې په ورځ ماسپښین ۱:۰۰ بجې د هند په ممبۍ ښار کې د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شي.
 
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شاهدي د دې سیالیو ترسره کېدل مهم وبلل او ویې ویل، چې دوی به د یوې لوبډلې په توګه د لا زیاتو نمرو د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او تر څو چې هېواد ته راستون نه شي، هوډ نه کوي.
 
افغانستان په خپلو تېرو څلورو لوبو کې انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام د جدول شپږم ځای خپل کړی دی.
https://avapress.com/vdccioqi42bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته