دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 280130
د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به نن له جنوبي افریقا سره مخامخ شي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن جمعه (د عقرب ۱۹مه) د کرېکټ نړیوال جام په نهمه لوبه کې د سویلي افریقا له لوبډلې سره لوبه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه لوبه د هند په احمد آباد ښار کې د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۰۰ بجې پیلیږي.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې په خپلو تېرو ۸ لوبو کې څلور بریاوې او څلور ماتې ثبت کړې دي.
 
دوه ورځې وړاندې په وروستۍ لوبه کې ملي لوبډلې د اسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.
https://avapress.com/vdcjtye8yuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته