دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 280250
په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو د بندیز پلان عملي شوی دی
د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د بندولو پلان چې دوه میاشتې وړاندې د دغه بانک له خوا وړاندیز شوی و؛ عملي شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دوې میاشتې وړاندې د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري د کندهار، هلمند، دایکندي، زابل او اروزګان له والیانو سره په کتنه کې د بهرنیو اسعارو د کارولو پر بندیدو ټینګار وکړ.
 
بدري د سوېلي او لوېديځو ولايتونو اوسېدونکو ته تر ټاکلې مودې پورې د بهرنيو اسعارو د کارولو مهلت ورکړى و. که نه نو له دوی سره به جدي چلند وشي.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ خلک باید له دې څخه په ټولو کورنیو راکړو ورکړو کې ګټه پورته کړي تر څو د امکان تر حده د افغانیو پیسې ثابتې کړي او د یوه مسؤل وګړي په توګه خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي.
 
اوس د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د افغانیو د ودې او په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د منع پلان په بشپړ ډول عملي شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د افغانستان بانک د رييس له لارښوونې سره سم؛ دغه بانک له ټاکلې مودې وروسته خلکو ته دا حق نه دی ورکړی چې په راکړه ورکړه کې له بهرنیو اسعارو څخه کار واخلي.
 
هغه ټینګار وکړ چې دې کار د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې ډېره مرسته کړې ده. که نن په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۶۷ افغانیو په کمو پېر او پلورل کېږي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د شهزاده ماڼی ویاند حاجي ځیرک د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې خلک اوس د خپلو پیسو په ډالرو بدلولو ته زړه نه ښه کوي.
 
زرک زیاته کړه، چې افغانان خپل بهرني اسعار په افغانیو بدلوي او له افغانیو پیسې هم په سوداګرۍ کې کاروي.
 
هغه په ​​ولایتونو کې د کلدار او تومان پر ځای د افغانیو کارول او له مرکز څخه ولایتونو ته د افغانیو لېږد او پر وخت د بازارونو د کنټرول په برخه کې د مرکزي بانک تګلارې د دې ستونزې اصلي لاملونه وبلل. 
 
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر وايي، چې د افغانیو د کمښت له امله له کلدار او تومان سره د دوی سوداګري روانه ده، چې په لنډ وخت کې به دوی ته زیان ورسوي.
 
يو تن سوداګر عبدالستار د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په کندهار او هلمند ولايتونو کې د کلدارو سوداګري يوه عادي خبره ده او کله چې په بازار کې افغانۍ کمه وي نو د کلدارو بندول سوداګرو ته سخت زيان رسوي.
 
هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د کار موده وغځوي.
 
د عبدالستار د څرګندونو له مخې؛ که د هېواد په بازارونو کې کافي افغانۍ وي؛ محلي اسعار به له بازار څخه ورک شي.
 
خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت باید داسې پلان جوړ کړي چې له مخې یې د سوداګرو د زیان مخه ونیول شي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري په دې اړه وویل:«په سرحدي ولایتونو کې د بازار په راکړه ورکړه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیسو اخیستل د توجیه وړ نه دي. خو هغو ستونزو ته په پام سره چې د سوداګرۍ په بهیر کې رامنځته کیږي، حکومت باید ورته پام وکړي.»
 
هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید دغه ستونزه په جدي توګه مدیریت کړي، څو سوداګر او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
 
سوداګر په داسې حال کې په بازار کې د افغانۍ له کمښت څخه شکایت کوي، چې اسلامي امارت د ۱۰، ۲۵ او ۵۰ افغانیو نوټونو د چاپ او وېش اعلان کړی دی.
https://avapress.com/vdccpxqix2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته