دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 280356
په دریو ولایتونو کې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړې
په جوزجان، فاریاب او فراه ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغو ولایتونو پر ۳۲۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د جوزجان ولایت د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت د غور تیپې ولسوالۍ ۱۲۰۰ بزګرانو ته د خوراکي توکو او کرنې ادارې لخوا اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په فاریاب ولایت کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.
 
د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ ولسوال محمد یاسین ابو دجانه وايي، د دې ولسوالۍ پر ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او تور او سپین کیمیاوي سرې ویشل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د بشري مرستو د ادارې (CHA) له خوا د دې ولسوالۍ پر بزګرانو وېشل شوې دي.
 
ویل شوي، چې د دغو ولایتونو هر کروندګر ته پنځوس کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپین سرې او ۵۰ کیلو ګرامه تور کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
 
دا مرستې په داسې حال کې په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پر بزګرانو وېشل کېږي، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په سمنګان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پنځه زره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې وې.
https://avapress.com/vdcjiye8muqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته