دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 281075
"بلال کریمي" په چین کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی
ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په چین کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ځینو سرچینو په هیواد کې د اسلامی امارت د سفیر په توګه د بلال کریمی ټاکل کیدل تایید کړی دی.
 
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست له سقوط او د اسلامي امارت له تاسیس وروسته دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت خپل رسمي سفیر چین هیواد ته استوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمي توګه اسلامي دولت نه دی پېژندلی.
 
تر دې مهاله په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ د جمهوري ریاست په دوره کې د معرفي شویو سفیرانو او یا هم د اسلامي امارت له خوا د معرفي شویو سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
https://avapress.com/vdciyzarwt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته