دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 281140
د ګردېز – زرمت عمومي سړک د پخولو چارې پيل شوې
د ګردېز – زرمت عامه سړک د ۱۵ کیلومترو په اوږدوالي د ټولګټو وزارت له خوا د ډمبر اچولو کار پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دولتي خبري آژانسونو خبر ورکړی، چې دغه سړک ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو کار یې د سړک جوړونې او ساختماني شرکت سره قرارداد شوی دی.
 
ویل شوي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د زرمت ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د پکتیا ولایت او د هغه ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته به ډېرې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
https://avapress.com/vdcba8b5grhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته