دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 281206
په غور کې له ۲۵۵۰ کورنیو سره مرستې وویشل شوې
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ۲۵۵۰ مالدارو او زیانمنو کورنیو یې نغدي مرستې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «ایکشن ایډ» نړیوال انسټیټیوټ د دغه ولایت د لعل، سرجنګل، تیورې او دولینه ولسوالیو په زیانمنو مالدارانو وویشل.

د معلوماتو له مخې، هرې بڼوالۍ کورنۍ ته د څارویو لپاره د وښو د برابرولو په موخه سل ډالره نغدي مرسته ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د خوست د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست په مرکز او ولسواليو کې د تڼيو، شمل، دهمند او موسی خېلو پر ٢٦٢١ کورنيو خوراکي توکي د نړيوال خوراکي سازمان په استازيتوب وېشلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د بهرنيو او کورنيو مرستندويه موسسو مرستې دوام لري او دغه مرستې حياتي بلل کېږي.
https://avapress.com/vdce7z8wpjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته