دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 281601
سږ کال په لغمان کې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده
د لغمان ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال دغه ریاست په ټول لغمان ولایت کې ۲۴۲ بېلابېلې پروژې پلې کړي، چې ۳۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر وايي چې سږ کال دغه ریاست د دغه وزارت له بودیجې څخه د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په لګښت ۲۴۲ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د ښاغلي زرکمار په وینا، سږ کال په بېلابېلو برخو کې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

زرکمار زياته کړه چې په دغو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د سړکونو جوړول، د کانالونو پاکول، د څاګانو ترميم او کيندل، د استنادي ديوالونو جوړول او د ځينو پروژو بيا احيا کول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر مرستندويه موسسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او د همدغو موسسو له لارې خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.
https://avapress.com/vdcdzf0xfyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته