دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 281770
افغان وچه میوه په عمان کې نندارې ته وړاندې شوه / د سوداګرو لپاره د ویزې ترلاسه کولو اسانتیا شتون لري
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د "عمان" په نندارتون کې یو شمېر سوداګرو د هېواد وچې مېوې نندارې ته وړاندې کړې دي. دوی همدا راز ټینګار کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې سوداګرو ته د ویزو په اخیستلو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۶) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې په دغه درې ورځنی نندارتون کې د هېواد لسو سوداګرو ګډون کړی دی.

هغه زياته کړه، دغه شمېر سوداګرو د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې په ګډون د هېواد محصولات د عمان په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

جواد څرګنده کړه چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویزو په ترلاسه کولو او په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون په برخه کې د سوداګرو له ننګونو سره مقابله کوي.

هغه وويل، موږ د هېواد ټولو سوداګرو ته د ويزو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او هغه سوداګر چې غواړي په نړيوالو نندارتونونو کې د ګډون او يا د سوداګريزو قراردادونو د تر لاسه کولو په موخه نورو هېوادونو ته سفر وکړي، کولاى شي په اسانۍ سره ويزې ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر ګډونوال د دغه ډول نندارتونونو جوړول نورو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د ورپېژندلو او د صادراتو د کچې په لوړولو کې ګټور بولي.

د سوداګرۍ خونې ویاند محبوب الله محمدي په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان پر شتون ټینګار وکړ او ویې ویل: دا لومړی نندارتون و چې د عمان دولت په مستقیمه توګه د عمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او سوداګرۍ د زیاتولو په موخه سوداګرو ته بلنه ورکړه.

يو بل سوداګر صفت الله د دغه نندارتون په اړه وويل: د افغانستان وچې او تازه مېوې او نور توليدات په نړۍ کې تقاضا لري. 

په عمان کې د افغانستان د سفارت چارواکو هم ویلي، چې هڅه کوي د دواړو هېوادونو [افغانستان او عمان] ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته کړي او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په عمان کې د افغانستان سفیر عبدالصمد منیب وویل: "موږ ډاډ ورکوو چې د افغاني تولیداتو او افغان سوداګرو ملاتړ کوو، ترڅو افغان سوداګر عمان ته د سوداګرۍ بهیر پیل کړي."
https://avapress.com/vdca06nuw49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته