دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 282214
په تورخم بندر کې نوي تاسیسات جوړیږي
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په تورخم بندر کې د نویو تاسیساتو په جوړولو او د لا زیاتو اسانتیاوو په راوستلو ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (قوس ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د تورخم بندر د نویو تاسیساتو د جوړولو او د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تورخم په بندر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او عملي کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: په تورخم بندر کې د نویو تاسیساتو د جوړولو لپاره باید هڅې وشي.

د دغې غونډې په دوام کې د تورخم بندر د نوو تاسیساتو نقشه وڅیړل شوه او د اړوندو ادارو استازو د ترتیب شوې نقشې هرکلی وکړ.
 
د دې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کار د ژر تر ژره پرمختګ په موخه؛ پلان دې جوړ شي، په پلاوي کې دې د نورو اړوندو څانګو استازي شامل شي او د دغه پلاوي د غړو تخنیکي ټیم دې هم له سپین بولدک څخه لیدنه وکړي او د نویو تاسیساتو د جوړولو لپاره دې د لارې نقشه ترتیب کړي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت رهبري هیئت د اړوندو څانګو یو هیئت موظف کړ چې د تورخم په بندر کې د سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې جدي اقدام وکړي.
https://avapress.com/vdcezw8wejh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته