دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 282318
په بغلان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځلس تنه مړه او ټپيان شول
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خانجان ولسوالۍ کې د دوو موټرونو د ټکر له امله اته تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه تېره جمعه د وږي په ۲۴مه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیان پل په سیمه کې رامنځته شوې ده. 

ځايي چارواکو د دغې پېښې لامل له یوه «کرولا ۲۰۰۰» موټر سره د «مزدا» موټر ټکر بللی دی.

دبغلان ولايت د روغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې يو ماشوم او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .

د يادونې وړ ده، چې د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هر کال ترافيکي پېښې د لسګونو کسانو ژوند اخلي او لسګونه نور ټپيان او معيوبوي.

د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت، د سړکونو خرابوالى او تېز سرعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcjv8e8ouqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته