دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 282421
اسلامي امارت توانیدلی چې د پولو په امنیت او د خلکو په ملاتړ د داعش پر وړاندې ودریږي
پوځي کارپوهان وايي، اسلامي امارت توانېدلی چې په هېواد کې د چریکي جګړو او سرحدي امنیت او د خلکو په همکارۍ د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش د ۹۰ سلنه بریدونو مخه ونیسي، ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې څو د القاعدې او داعش پټنځایونه د اسلامي امارت د پوځي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او د دغو ډلو زیاتره قوماندانان په نښتو کې وژل شوي او یا نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پوځي کارپوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کنړ ولایت کې په یوه عامه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش لپاره هیڅ ځای نشته.
 
د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت په خپل قوي اراده، په چریکي جګړو کې د تجربې، سرحدي امنیت او د خلکو په همکارۍ توانېدلی چې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش د بریدونو ۹۰ سلنه مخنیوی کړي. ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د پوځي ځواکونو له خوا د ترهګرو په ځانګړي ډول د القاعدې او داعش څو پټنځایونه له منځه وړل شوي او د دغو ډلو ډېری قوماندانان په نښتو کې وژل شوي یا نیول شوي دي.
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې القاعده او داعش خپلواک فکري او سازماني حرکتونه نه دي چې په بنسټیزه او همغږي توګه خپل سیاسي اهداف لټوي، زیاته کړه چې د نړۍ او سیمې ځینې هیوادونه له دغو ډلو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.
 
دغه پوځي کارپوه ټینګار وکړ که داعش ډله د ځینو هیوادونو د استخباراتو ملاتړ ونه لري، د یوې میاشتې په دننه کې به د اسلامي امارت د پوځي ځواکونو له خوا په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
 
په هیواد کې اوسنی حکومت د دغو ترهګرو ډلو اصلي ځالې په ګوته کړي او نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو هیوادونه د دغو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
 
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وړاندې هره میاشت د کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د ترهګرو ډلو له خوا د ځانمرګو او چاودنو شاهدان وو، خو اوس د انتحاري او انفجاري بریدونو کچه تر ۹۰ سلنه پورې کمه شوې ده. 
 
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه احمد بلال علیزي له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: اسلامي امارت توانېدلی چې د داعش ډلې د پټنځایونو په پېژندلو او د قوماندانانو په نیولو سره په هېواد کې د داعش د ځانمرګو او چاودنو مخه ونیسي.
 
هغه همدا راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې اکثره غړي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي بهرني اتباع دي، نو له همدې امله اسلامي امارت باید د ترهګرو د راتګ د مخنیوي په موخه ۲۴ ساعته د هیواد هوایي او ځمکني سرحدونه کنټرول کړي. .
 
علیزي دې ته په اشارې سره چې د افغانستان حکومت او د سیمې هېوادونه په بشپړه توګه د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات ونکړي دغه ډله به په نږدې راتلونکي کې د سیمې لپاره یو ستر ګواښ شي.
 
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې القاعده نور په افغانستان کې شتون نه لري او هغه هم ټینګار وکړ چې د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره به له اسلامي امارت څخه مرسته وغواړي.
 
په همدې حال کې د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له موجودیت اندېښمن دي او ویلي یې دي چې دغه ډله د سیمې هېوادونو ته ګواښ دی.
https://avapress.com/vdceww8wzjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته