دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 282935
د قوس په میاشت کې څه باندې ۴۰۷ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي
د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي چې د قوس په میاشت کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۴۰۷ زره ۲۶۲ افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغې ادارې نن سه شنبه د قوس د میاشتې په ۵ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې کابل ولایت په لومړي ځای کې دی، ورپسې هرات او کندهار ولایتونه په دویم او دریم ځای کې دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په کابل کې څه باندې ٥٣ زره کسانو، په هرات کې ٥١ زره او په کندهار کې څه باندې ٢٠ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دغه راز په دې موده کې د ننګرهار نږدې ١٨ زره او د بلخ ١٤٥٠٠ اوسېدونکو هم برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې دي.

د اسلامي امارت د احصایې ملي ادارې په خپلو مرکزونو کې د الکترونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او د آسان خدمت په دفتر کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.

دغه پرېکړه چې د وزيرانو شورا د غويي د مياشتې د ٣٠ ګڼې پرېکړه ليک پر بنسټ شوې وه، د روان کال د اسد په مياشت کې عملي شوه.

د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د الکترونیکي تذکرې بیه سل افغانۍ ټاکل شوې وه، خو د اسلامي امارت د حکومت له راتګ وروسته لومړی له ۳۰۰ افغانیو لوړه شوې او اوس ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د احصایې ملي ادارې او د اسلامي امارت د حکومت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې د تذکرو د ویش ۷۴ مرکزونه فعالیت لري، چې ۱۵ مرکزونه یې په کابل او ۵۳ نور د ولایتونو په مرکزونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
https://avapress.com/vdcexw8wnjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته