دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 282949
په اروزګان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه پېښه نن سهار د جدی په ۵ مه د دغه ولایت د سور کوتل په سیمه کې رامنځته شوې ده. 

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د دوو مازدا موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

بلخوا د دې ولايت چارواکو د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ترافيکي پېښې دوه تنه وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې ده، چې په تېرو څو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، تېز سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عمده لاملونو څخه دي.
https://avapress.com/vdcjx8e8huqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته