دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 283182
د افغانیو ارزښت په یوه کال کې ۲۶ سلنه لوړ شوی دی
د ۲۰۲۳ میلادي کال په وروستیو ورځو کې؛ د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، سږ کال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان مرکزي بانک ویاند حسیب نوري د شنبې په ورځ (د جدی ۹ مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د افغانستان بانک توانیدلی چې د مناسبو پولي سیاستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت په ښه توګه وساتي.
 
هغه زیاته کړه، د افغانیو ارزښت د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ۲۶،۴ سلنه لوړ شوی او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ په تېر کال کې د اسلامي امارت پر ضد له سختو بندیزونو سره سره؛ خو افغانیو په ارزښت کې تر ټولو زیات زیاتوالی لیدلی او په نړۍ کې د باور وړ او باثباته اسعارو په کتګورۍ کې ځای شوی دی.
 
نوري د ډالرو پر وخت لیلام او د قاچاق د مخنیوي او همدارنګه د افغانیو د ارزښت لوړېدل او په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د هغې کارول د دې ادارې د پولي سیاستونو د بېلګې په توګه یاد کړل چې په تېرو دوو کلونو کې پلي شوي دي.
 
نوري ټینګار وکړ چې د بانکي سکتور ښه والی او د افغانیو د ارزښت ثبات د مرکزي بانک له لومړیتوبونو څخه دي.
 
د مرکزي بانک ویاند دا هم په ډاګه کړه چې نور هیوادوال د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالر ساتلو ته زړه نه ښه کوي او خپلې پیسې په افغانیو بدلوي.
 
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي، حکومت اراده لري چې د هېواد د اسعارو ارزښت نور هم لوړ او وروستي ثبات ته ورسېږي.
 
د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: تر ​​اوسه پورې د هېواد پولي واحد نهايي او مرکزي ثبات ته نه دى رسېدلى او که ځينې ستونزې هوارې شي، نو د افغانۍ ارزښت به نور هم لوړ شي. نور."
 
حبيب زياته کړه، چې د حکومت د ستراتيژيک پلان او د ننګونو د هواري له لارې به افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې ارزښتمنه شي او په پای کې به د ثبات وړ وګڼل شي.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان لا هم د لویدیځ تر سختو بندیزونو لاندې دی او د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو یوه لویه برخه د امریکا له خوا کنګل شوې ده.
 
هغه دا هم وويل، چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد هم له ننګونو سره مخ دى، چې سوداګر يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
حبيب وويل، که دغه ننګونې لرې شي، د افغانيو ارزښت به نور هم لوړ شي.
 
د هېواد په کچه د پیسو د ستر بازار د سرای شهزاده ګانو ویاند حاجي ځیرک هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې خلک اوس د پخوا په څېر د بهرنیو اسعارو کارولو ته لېوالتیا نه لري او د خپلو پیسو ډېره برخه په افغانیو بدلوي.
 
هغه زیاته کړه چې افغانۍ اوس مهال بې ساری ثبات لري او ټولې راکړې ورکړې د حکومت د مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ په افغانیو ترسره کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د ډالر ارزښت تر ۷۰ افغانیو پورې راټیټ شوی دی.
https://avapress.com/vdcjote88uqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته